د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال ۱۰ وسلهوال وژل شوي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند ضيا درانی وايي چې وسلهوالو تېره شپه دوه بجې د ژېړۍ ولسوالۍ د "قاري سليم کارېز" په سيمه کې د ملي پوليسو پر پوسته بريد وکړ چې د سهار تر پنځو بجو پورې يې دوام درلود.
دراني وویل د وسلهوالو په وړاندې د امنیتي ځواکونو په دفاعي غبرګون کې ۱۰ وسلهوال وژل شوي دي.
نوموړی وایي، د وسلهوالو په بريد کې امنیتي ځواکونو ته زيان نهدی اوښتی، خو د هغوی يو خښ کړي ماين د پوليسو پر رنجر چاودنه کړې چې له املهیې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د دولت وسلهوالو مخالفینو تر اوسه په دې تړاو تبصره نهده کړې.