په کونړ کې هوايي حملې درې داعش وسله‌وال وژلي

د کونړ سیمه‌ییز چارواکي په دې ولایت کې د بې‌پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د څو وسله‌والو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکې د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې په چمبېل سیمه کې د داعش پر وسله‌والو برید کړی چې په‌کې درې تنه وسله‌وال وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

په افغانستان کې دېره نړیوالو ځواکونو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه‌دي ویلي.