د ایران ستر مذهبي مشر ایاتالله علي خامنهاي د هغې پالېسۍ له کبله پر امریکا سخت انتقاد وکړ چې پر اساسیې د هغو کډوالو ماشومان له خپلو میندو او پلرونو جلا کېږي چې له مکسیکو څخه له غیر قانوني لارو امریکا ته د داخلېدو هڅه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه پالېسي پرون چهارشنبه د خامنهاي په غوښتنه نه، بلکې د امریکا د څو پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو په ګډون د نړۍ د ډېرو مشرانو او د بشري حقونو د ډلو په خاطر چې پر هغې یې سخت انتقاد کړی و، ودروله.
خامنهاي د ایران د پارلمان وکیلانو ته په څرګندونو کې چې د هغه په وېبپاڼه کې خپرې شوې وویل، دا مسئله چې په زرګونه ماشومان له خپلو میندو جلا شي ډېره جدي مسئله ده او یو مسؤل دولت دا نهشي کتلی چې ماشومان دې د ټلوېزیون پر پردو ژاړي.
خامنهاي وویل، دوی څرنګه کولای شي له خپلو میندو د ماشومانو د جلا کولو دا ډول جنایت ترسره او هغه د یوې پالېسۍ د تطبیق لپاره توجیه کړي؟
د خامنهاي په وینا دا ښیي چې دوی په رښتیا څومره بد دي.
د دغې پالېسۍ د تطبیق په موده کې له دوو زرو زیات ماشومان له خپلو میندو او پلرونو او متکفلینو د امریکا د سرحدي چارو چارواکو جلا کړي دي.