عبدالله عبدالله به نن د تاجکستان له ولسمشر سره وګوري

ټاکل شوې چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس نن پنجشنبه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په دوشنبه ښار کې وګوري.

عبدالله عبدالله پرون چهارشنبه په تاجکستان کې د «اوبه، د دومداره پرمختګ لپاره» د کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان او پاکستان له ولسمشرانو سره وکتل.

له ممنون حسین سره د عبدالله عبدالله د کتنې ډېره برخه د سولې او ترورېزم سره د مبارزې پر سر په خبرو ورټوله وه، خو په‎دې برخه کې افغان حکومت نور توضیحات نه‎دي ورکړي.