عراقي پولیسو په بغداد کې له ایراني پلوه شیعه ملېشهوو سره نښته وکړه.
د عراق د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، دا نښته د حزبالله ملېشهوو د مرکزي قوماندانۍ تر څنګ وشوه او امنیتي ځواکونو تر جګړې وروسته دا قومانداني محاصره کړه.
یوه امنیتي مسؤل وویل چې پهدې نښته کې دوه عراقي پولیس او یو شیعه ملېشه ټپيان شوي دي.
د دې مسؤل په وینا، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پولیسو د حزبالله ملېشهوو یو کاروان د یوه غلا شوي موټر په خاطر ودراوه.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې کله د عراق د شیعهوو مشر د داعش د سُني یاغیانو د مخنیوي غوښتنه وکړه، د حزبالله ملېشه ډله د حشدالشعبي ډلې سره یوځای شوه او د دې ځواکونو قومانده په مستقیم ډول د عراق صدراعظم ته وسپارل شوه.
د عراق حزبالله د عراق سربېره په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ګټه جګړه کوي.