د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزير وايي، د سولې په هدفيې د طالبانو د کوټې شورا سره اړيکې نيولې دي.
د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» د هېواد د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزير ګل اغا شیرزي په کندهار کې د ولسي خلکو او قومي مشرانو یوې غونډې ته په خپله وينا کې وویل چې د سولې راوستلو لپارهيې داسې جرګه جوړه کړې چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې غړي د طالبانو له کوټې شورا سره په اړيکه کې دي.
شیرزي په هېواد کې وروستی اوربند هم د جوړې شوې جرګې لاسته راوړنه یاده کړه، خو له کوټې شورا يې د خپلو اړيکو جزئيات ورنهکړل.
نوموړی وايي:
"دا درې میاشتې مکمل موږ د کوټې شورا او پېښور د خلکو سره مسلسل روابط نیولي او خبرې مو ورسره کړي او دوی هم مثبت ځوابونه راستولي دي."
د کندهار غونډه
د کندهار ولايتي چارواکو او قومي مشرانو هم وویل چې د کوچني اختر په مناسبت د افغان حکومت او طالبانو وروستي اوربند د دواړو غاړو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړې او اړتیا ده چې نور د دايمي اوربند او سولې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
د قومونو او قبایلو چارو وزير ګل اغا شیرزي پهداسې حال کې د سولې په هدف د طالبانو د کوټې شورا سره د اړيکو نيولو خبره کوي چې تر دې مخکې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم ویلي و چې درې ځلهيې په دبۍ کې د وسلهوالو طالبانو له مهمو او صلاحیت لرونکو چارواکو سره د سولې او مذاکراتو په هدف لیدلي.
جنرال عبدالرازق زیاته کړې وه چې دا لیدنې د نورو هغه کتنو بېلګې دي چې د حکومت د استازو له لوري شوي او بېپایلې پای ته رسېدلي.
طالبانو تر اوسه د چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.
راپور : صادق رښتینی