يو شمېر امريکايي رسنيو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د نوي قوماندان په اړه لیکلي دي.
- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، د امريکا د سنا د نظامي خدماتو په کمېټه کې د جنرال سکاټ مېلر د سې شنبې د ورځې وينا پر دې متمرکزه وه چې ولې د افغانستان جګړه ۱۷ کاله اوږده شوه؟
ده پر مخکېنيو امریکايي قوماندانانو یو ډول انتقاد وکړ، خو جزئیاتيې ورنهکړل.
د ورځپاڼې په وينا جنرال مېلر په افغانستان کې د مأموریت د برياليتوب په اړه د امریکايي سناتورانو له جدي پوښتنو سره مخامخ شو.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ډموکرات سناتور الیزابت وارن څرګندونو ته کتلي چې وايي، پر دې سربېره چې امریکا په افغانستان کې ۱۷ کاله نظامي حضور درلودلی، افغانستان اوس هم له بحران سره مخامخ دی.
ورځپاڼې د سکاټ مېلر له قوله ليکلي چې وايي، د افغانستان د جګړې وضعيت د بارک اوباما د ادارې له وختو تغيير کړی او افغان ځواکونه په بشپړه توګه د جګړې مشري پر خپله غاړه لري.
په مقاله کې راغلي، د جنرال مېلر څخه وپوښتل شول چې په افغانستان کې تر ټولو لويه ننګونه څه ده؟ ده په ځواب کې وويل چې د دغه هېواد ګاونډيان.
دغه امريکايي جنرال ويلي، هېواد يې له پاکستانه زیاتې تمې لرلې، خو پهدې اړه یې جزئيات ورنهکړل چې ايا د تېر کال په اګسټ مياشت کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته او له پاکستان سره د مرستو ځنډولو د اسلاماباد په چلند کې کوم مثبت تغيير راوستلی که نه؟
- سټارز اېنډ سټرايپس
سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې هم د جنرال سکاټ مېلر په اړه ليکلي چې په افغانستان کې د جنرال جان نېکلسن د ځای ناستي په توګه معرفي شوی دی.
د ورځپاڼې په وينا، ښاغلي مېلر په افغانستان کې د امریکا په ستراتېژۍ کې د پرمختګ په اړه خبر ورکړی، خو ده په لنډه موده کې د افغانستان د ۱۷ کلن بحران د حل په اړه څه نهدي ويلي.
دغه امريکايي جنرال د سې شنبې په ورځ د جون مياشتې په ۱۹مه نېټه د خپل هېواد د سنا د نظامي خدماتو کمېټې په غونډه کې ويلي، امریکا اړتيا لري چې ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي چې مطمئن شي چې د داعش او القاعده په شمول ترورېستي شبکې له هغه ځایه د امریکا پر ضد د حملو پلانونه نهجوړوي.
د سټارز اېنډ سټرايپس په وينا، یو شمېر سناتورانو جنرال سکاټ مېلر ته ويلي چې بايد د امریکا په تر ټولو اوږده جګړه کې تغيیرات راولي.
ورځپاڼې دا هم ليکلي:
مېلر د خپلې ۲۰ کلنې تجربې چې ځانګړي عملیات دي، په اړه هم خبر ورکړی چې د افغانستان په جګړه کې يې احتمال شته.
دغه امريکايي جنرال ډاډ ورکړی چې که په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د قوماندان په توګه تأييد شي، پهدغه هېواد کې به د جګړې شخصي ارزونه وکړي.
که جنرال سکاټ مېلر د امریکا د کانګرس لهخوا تأييد شي، د جنرال جان نېکلسن ځای ناستی به وي.
د سټارز اېنډ سټرايپس په وينا، په واشنګټن او نيويارک کې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د سپټمبر د ۱۱مې تر ترورېستي حملو وروسته جنرال مېلر له هغو لومړي نظاميانو څخه وو چې افغانستان ته لاړ او هلتهيې څلور کاله تېر کړل.