"م. م": روان کال یو لک او ۳۷ زره افغانان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د روان میلادي کاله له پيله، د طبيعي افتونو او ناامنيو له کبله تر يو لک او ۳۲ زره زيات کسان بې‌ځايه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، د جنورۍ له اولې د جون تر ١٧مې يو لک و ۳۲ زره او ۷۴۴ افغانان له خپلو سيمو کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

دغې ادارې په خپل راپور کې چې د سې شنبې ناوخته‌يې خپور کړى ويلي، تر ۵٧٠٠ زيات کسان يوازې تېره اوونۍ بې‌ځايه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي په ٢٠١٧ میلادي کال په افغانستان کې څلور لکه ۴۵ زره کسان بې‌ځايه شوي وو.