د مقدونيا د نوم بدلولو موافقه تصويب شوه

د مقدونيا پارلمان له يونان نه د پخوانۍ يوګوسلاويا د پخواني جمهوريت د نوم بدلولو موافقه تصويب کړه.

دا موافقه د پارلمان په هغه غونډه کې تصويب شوه چې د اپوزېسيون عمده ګوند ورسره بايکاټ وکړ.

وکيلانو دغه موافقه چې د مقدونيا رسمي نوم د شمالي مقدونيا په جمهوريت بدلوي، نن په ٦٩ موافقو رأيو سره تصويب کړه.

دې طرحې ته چا مخالفه رأيه نه‌ده ورکړې.