چارواکي: د ارزګان-کندهار پر لویه لار طالبانو ۲ ملکیان برمته کړي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د ارزګان-کندهار ترمنځ پر لویه لار وسله‌والو طالبانو دوه ملکي کسان برمته کړي او ۲ پولیس‌یې وژلي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري نن چهار شنبه ماسپښین مهال ازادي راډيو ته وویل چې ملکي کسان نن سهار شااوخو ۱۰ بجې وسله‌والو طالبانو د اردو بلاغ په سیمه کې برمته کړي.

نوموړی وايي، دغلته وسله‌وال طالبان د نورو کسانو په برمته کولو بوخت و چې سیمې ته په رسېدو د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.

عمري وویل چې په دغه نښته کې وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبره‌یې چې په اړه‌يې کره معلومات نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه چې د دغې سیمې امنیت د کندهار د امنیتي مسؤلینو مربوط دی.

بل‌خوا له سیمې یو شمېر نور نا تأیید شوي راپورونه وايي چې وسله‌والو طالبانو پر دغه لاره ۷ کسان برمته کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې هم وسله‌والو طالبانو په یاده سیمه کې ۳۱ کسان برمته کړي و چې له ډلې یې ۷ تنه لا اوس هم د وسله‌والو طالبانو په منګولو کې دي.