پروان: يوه ځوان په ډزو د خپلې کورنۍ ٤ غړي ووژل

د پروان ولايت چارواکي وايي، يوه ځوان د خپلې کورنۍ ٤ غړي په ډزو وژلي دي.

د پروان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدير کاظم خان ازادي راډيو ته وويل، پېښه د تېرې شپې په نيمايي کې د مرکز په اړوند سيمه تتم دره کې شوې ده.

د ده په خبره دا سړى زاهد نومېږي چې په ښکاري ټوپک‌يې خپل يو ورور، خور، خوريې او خپل اوښى وژلي دي.

د پروان د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدير وايي، داسې ښکاري چې د پېښې عامل رواني ستونزه لري.

د پروان پوليس وايي، دغه وژونکى له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلى او دوى يې د نيولو هڅه کوي.