په ارزګان کې د درېيو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

د ارزګان ولایت چارواکي وايي، په دهراود ولسوالۍ کې د وسله‎والې د نښتې په نتيجه کې ٣ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د دهراود امنیه قوماندان شاه محمد نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو تېره شپه په لبلان نومې سیمه کې پر ځينو امنیتي پوستو حمله کړې چې په ځوابي ډزو کې ٣ وسله‎وال طالبان وژل شوي او يو تن ټپي دى.

امنيه قوماندان وايي، په دغو بریدونو کې افغان پوځیانو ته کوم زیان نه‌دی اوښتى.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‎دي ويلي.