فراه: ١٧ افغان پوځيان په دوو حملو کې وژل شوي

په فراه ولايت کې د وسله‎والو طالبانو په بريد کې د امنيتي پرسونل لږ تر لږه ١٧ غړي وژل شوي دي.

د جرمني خبري اژانس په حواله، د فراه چارواکو نن ويلي چې په بالابلوک ولسوالۍ کې پر دوو امنيتي پوستو په حمله کې ١٢ پوځيان وژل شوي دي.

د دوى په خبره د ايران سرحد ته نږدې په جوند ولسوالۍ کې په بله حمله کې ٥ افغان پوځيان وژل شوي دي.