د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وايي، د ځنګلونو د احیا او ساتنې لپاره ۱۰۰ شوراګانې جوړوي.
د کرنې رئیس انعامالله ساپي نن ازادي راډيو ته وویل چې هره شورا دنده لري څو د ۵۰۰ هکتارو نه تر ۱۰۰۰ هکتارو ځمکې پورې ځنګل وساتي.
نوموړي وویل، په دې سره به د ځنګلونو د قاچاق مخه ونیول شي.
د کرنې ریاست چارواکي وايي، د دغو شوراګانو لګښت به کرنې ریاست ورکوي.