سکاټ مېلر: واشنګټن دې له افغانستانه خپل سرتېري په بیړه نه‎باسي

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ مأموریت د قوماندانۍ لپاره نومول شوی امریکايي قوماندان وايي، واشنګټن باید له افغانستانه خپل سرتېري په بیړه ونه‎باسي او په‎دې برخه کې باید احتیاط وکړي، که نه ترهګرې ډلې به بیا منظمې شي او دا هېواد به تر اوس هم ژور کړکېچ ته ولاړ شي.

جنرال سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته په لیکلي څرګندونو کې دا نه‎دي ویلي چې په کوم شمېر کې امریکايي سرتېري باید افغانستان کې حضور ولري، خو خبرداری یې ورکړی چې که امریکايي سرتېري تر وخت مخکې ووځي، القاعده شبکه او د اسلامي دولت وسله‎واله ډله به د دې هېواد د بې‌ثباتۍ سبب شي.

مېلر همدارنګه وویل چې پاکستان، روسیه او ایران د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي په افغانستان کې یو سیاسي هواري ته د رسېدو لپاره د پوځي فشار تر څنګ د ډیپلوماټیکو او ټولنیزو هڅو په زیاتولو هم ټینګار وکړ.

تمه کېږي چې د امریکا سنا به جنرال سکاټ مېلر چې پخوا یې هم په افغانستان کې پوځي مأموریت ترسره کړی، د جنرال جان نېکلسن پر ځای د ناټو د قاطع ملاتړ د قوماندان په توګه تأیید کړي.