فرانسه او جرمني: د کډوالو په اړه دې اروپايي ټولنه مشترک عمل وکړي

د فرانسې او جرمني مشرانو غوښتنه کړې چې د کډوالو د بحران په وړاندې دې اروپايي ټولنه مشترک عمل وکړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د کډوالو د ستونزې په اړه خپلو کې وېشلي دي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل پرون سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» برلین ته نږدې خپلو کې په‎دې اړه خبرې وکړې.

وروسته د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل له مکرون سره په یوه شریکه خبري غونډه کې وویل:

"موږ د اروپايي کمېسیون او اتریش «چې د اروپايي ټولنې د شورا دوره‌یي مشري یې په غاړه ده» د هغو طرحو ملاتړ کوو چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو د ساتنې د پیاوړتیا لپاره دي."

مېرکل او مکرون دواړو ټینګار وکړ چې د کډوالۍ له کبله د راپورته شویو ستونزو په وړاندې باید د اروپايي ټولنې ټول ۲۸ غړي هېوادونه ودرېږي.