طاهري: د سولې په اړه د ازبکستان د هرې هڅې ملاتړ کوو

سید احسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ازبکستان د هر هغې هڅې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې یې د سولې لپاره ترسره کوي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په‎دې وروستیو کې ویلي چې له طالبانو سره په تماس کې دي.

دې وزارت په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو د ځینو لوړپوړو چارواکو سره‌یې لیدنې هم کړي دي.

ازبکستان همدارنګه اعلان کړی چې چمتو دي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو کوربه‎توب وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» ازادي راډیو ته وویل، د سولې عالي شورا د ازبکستان او هر هغه هېواد د هڅو مننه او ملاتړ کوي چې له ښه نیته‌یې د افغانستان د سولې په برخه کې کوي.

خو د ښاغلي طاهري په وینا دا هېوادونه باید د طالبانو پر ملاتړو هم فشارونه راوړي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت د وروستۍ اعلامیې په اړه څه نه‎دي ویلي.

په عین حال کې د افغان حکومت یوې سرچینې چې نه‎یې غوښتل نوم‌یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان ته تر سفر وروسته ټاکل شوې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ازبکستان ته ولاړ شي.