ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که طالبان يې وړانديزونه ومني، اوربند به یو کال ته وغځوي.
ولسمشر غني نن سې شنبه له هلمنده کابل ته ورغلي د سولې کاروان له غړو سره د کتلو پر مهال طالبانو ته د سولې وړانديز تکرار کړ او ويې ویل چې په هر ځای کې چې طالبان ورته وايي، هملته به ورسره له هر ډول قید او شرط پرته د سولې خبرو ته حاضر شي.
د سولې کاروان غړو تر ۷۰۰ کيلومتره زياته لار وهلې او له ۳۷ ورځو راهيسې له هلمنده تر کابله په پښو راغلي دي.