هندوستان په بلخ کې د دوو لویو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده

هندوستان په بلخ ولایت کې د څلورو میلیونو ډالرو په ارزښت، د دوو لویو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده.

په افغانستان کې د هند سفیر ویني کومار بلخ ولایت ته په خپل سفر کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت، په مزارشریف کې د کرکټ د یوه مجهز میدان او د ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت، د ۸.۲ کیلو متره سړک د بنسټ ډبرې کېښودې.

د ویني کومار په خبره، د داوړو پروژو مجموعي لګښت به د هندوستان دولت ورکوي.

همدا راز د بلخ والي اسحاق رهګذر د دغو دوو پروژو د بنسټ د ډبرو د ايښودو پر مهال وویل چې تر راتلونکي یوه کاله به داوړه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.