الغفيلي: د افغان حکومت هڅې د اسلامي امت لپاره د ښيګڼې قربانۍ دي

د سعودي عربستان د ملي امنيت سلاکار وايي، په افغانستان کې د ناروا جګړې او وينو تويېدو د مخنيوي په خاطر، د افغان حکومت هڅې د ټول اسلامي امت د ښيګڼې لپاره نه هېرېدونکې قربانۍ دي.

محمد صالح الغفيلي د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره د سې شنبې په ورځ په ټيلیفوني خبرو کې د سعودي عربستان د سياسي مشرتابه په استازيتوب د افغان حکومت د اوربند له اعلانه ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې حکومت به يې د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دواړو لورو د افغانستان، سعودي عربستان، امريکا او متحده عربي اماراتو د ملي امنيت د سلاکارانو په کچه د سولې او همکاريو په هدف، د څلور اړخيز مکانيزم د پرېکړو د تطبيق او د همکاريو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

دوی ټينګار وکړ چې جوړ شوی څلور اړخيز مکانيزم د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات لپاره مهم دی.