نوري: د غزني په اندړو کې طالبانو له ځانه سره بیولي سرتېري خوشې کړي

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې طالبانو هغه سرتېري بېرته خوشې کړي چې د اختر په درېيمه ورځ يې برمته نیولي وو.

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان تېره ورځ ناوخته د قومي مشرانو په منځګړيتوب راخوشې شول.

ښاغلی نوري وايي، وسله والو طالبانو له دغو سرتېرو څخه ۹ میله وسله او یو هاموی ټانک ګرځولي دي.

د اختر په درېيمه ورځ وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ له سلطان باغ سيمې څخه د اوربند له مراسمو د ملي اردو شپږ سرتېري له وسلو سره يوځاى له ځانه سره بيولي وو.