د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، د سیمې استخبارات په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو پ رځای د داعش په نوم د بدیلې ډلې د ځای پرځای کولو په لټه کې دي.
د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ له درې ورځني اوربند وروسته د مشرانو جرګې غړي وايي، د سیمې استخبارات د وسلهوالو طالبانو پرځای د داعش ډلې د ځای پرځای کولو په حال کې دي.
سناتورانو د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» په عمومي ناسته کې دغه پلان د افغان حکومت لپاره د خطر زنګ یاد کړ او پهدې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
سناتور محمد رحیم حسن یار پهدې اړه وویل:
"د سیمې استخبارات د وسلهوالو طالبانو لپاره د بدیلې ډلې د ځای پرځای کولو په حال کې دي چې هغه داعش ډله ده، دا د حکومت لپاره د خطر یو زنګ دی او کومې پېښې په ننګرهار کېږي دا پیغام حکومت ته ورکوي، که د سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان ګټې خوندي نهوي او که له طالبانو سره سوله هم وشي، موږ کولی شو چې د طالبانو بدیله ډله داعش به د دوی اهداف پلي کوي او په افغانستان کې به په حملو لاس پورې کړي."
دا پهداسې حال کې ده چې د اختر په ورځو کې داعش ډلې په ننګرهار کې د اوربند په خوشحالۍ کې راټولو شوېو غونډو دوه خونړۍ حملې وکړې چې لسګونو کسانو ته پهکې مرګ ژوبله واوښته.
دغې ډلې تردې وړاندې هم د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې خونړۍ او مرګونې حملې کړي دي.
همدا شان پهدې وروستیو کې یو شمېر افغان سیاسي ګوندونو هم اندېښنه څرګنده کړې وه چې په هېواد کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې ګواښ له یوې ورځې بلې ته د پراخېدو په حال کې ده.
خو د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» د جرګې مشري یې کوله د ننګرهار وروستیو خونړیو حملو ته په کتو وویل چې حکومت باید د دغې ډلې د ځپلو لپاره لاس په کار شي.
ښاغلي ایزدیار زیاته کړه:
"د اختر په ورځو کې په ننګرهار کې ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، د هېواد په بېلابېلو برخو کې له اویا ډېر افغانان ووژل شول، د هېواد دښمنان په بېلابېلو نومونو افغانان وژني، حکومت باید خپلو سیاستونو کې جدي بدلون راولي او پهدې برخه کې جدي پاملرنه وکړي."
دا پهداسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاشکند په نړیواله غونډه کې ویلي و، شاوخوا زر داعش جنګیالي په افغانستان کې وژل شوي او اوس مهال د داعش ترورېستي ډلې دوه زره جنګيالي په افغانستان کې فعالیت لري.
ښاغلي غني ویلي و چې داعش یا د اسلامي دولت نومې ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، اوس مهال داعش ډله د دوی لپاره جدي ګواښ نهدی.
نوموړی وايي، که وسلهوال طالبان له افغان حکومت سره اوربند وکړي، د داعش ډلې لهمنځه وړل به ورته ډېر ساده وي.
رادمنش زیاته کړه:
"که وسلهوال طالبان له حکومت سره اوربند وکړي، د داعش او القاعده ډلې لهمنځه وړل ډېر ساده کار دی او د داعش ډلې د ځپلو لپاره زموږ عملیات روان دي."
ښاغلی رادمنش دا مني چې داعش هم د سیمې د استخباراتو د فعالیتونو محصول دی او په وینا یې د سیمې استخباراتو نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.
خو د نوموړي په وینا دوی به د داعش او نورو وسلهوالو ډلو په وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو دا ډلې لهمنځه یوړل شي.
راپور: ناجیه ساپۍ