د جوزجان چارواکي وايي، دغه ولايت کې د پولیسو یو افسر وژل شوی

د جوزجان چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د پولیسو یو افسر وژل شوی دی.

د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ امر عبدالحفيظ خاشي نن سې شنبه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې وسله والو مخالفینو د محمد اسحاق په نوم د شاهراه نمبر دو د ټولي يو افسر په شبرغان کې په خپل کور کې وژلی دی.

ده وويل چې وسله وال مخالفین تېره شپه د اوربند په پلمه د هغه کور ته ننوتل او هغه يې وواژه.