ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې (اوبه - د تلپاتې پرمختګ لپاره) کنفرانس جوړ شي.
په دغه یو ورځني کنفرانس کی چې د نوموړي هېواد له خوا د ملګرو ملتونو په همکارۍ جوړېږي د تاجکستان، پاکستان او ترکمنستان د مشرانو سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو چارواکي هم ګډون کوي.
د افغان حکومت استازولي په دغه کنفرانس کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د کابینې یو شمېر غړي کوي.
عبدالله عبدالله د دغه کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره هم وګوري او ویل کېږي چې د اقتصاد، ټرانزیټ او ټرانسپورټ او مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې په برخه کې به له کوربه هېواد سره یو شمېر تړونونه هم لاسلیک شي.