ازبکستان: د افغان حکومت او طالبانو د خبرو کوربتوب ته چمتووالی لرو

د ازبکستان حکومت وايي، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو کوربه توب ته چمتووالی لري.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې پرون خپور شو ویلي دا تیاری د دې هېواد د هغې ژمنې یوه برخه ده چې په مارچ میاشت کې یې د تاشکند په کنفرانس کې کړې وه.

بیان زیاتوي، ازبکستان د تاشکند له اعلامیې سره سم له بېلابېلو اړخونو او په دې ډله کې د طالبانو له جګپوړو استازو سره تماسونه نیولي دي او له هغو سره یې د خبرو د پیل او په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات د ټینګښت او اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې کړي.

په بیان کې نه ده واضح شوې چې دا تماسونه څه وخت او له کومو طالب مشرانو سره نیول شوي دي.

په بیان کې د روژې د پای او اختر په ورځو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند او همدا راز د دې اوربند د مودې د غځولو په اړه د ولسمشر اشرف غني د اعلان ستاینه شوې.

  • پخواني معلومات

د ازبکستان حکومت وایي، په‎دغه هېواد کې دننه‎یې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ مستقیم مذاکرات درلودل.

په هغې اعلامیې کې چې د دوشنبه په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۸»د جون پر اتلسمه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له‎خوا خپره شوه راغلي دي، دغه هڅې د سولې د بهیر یوه برخه وه او تاشکند کولی شي په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو شرایط برابر کړي.

اعلامیه زیاتوي چې ازبکستان چمتو دی، د افغانستان د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره هره ممکنه هڅه وکړي.

ازبکستان دغه راز تأیید کړې چې په تاشکند کې د مارچ د ۲۷مې غونډې وروسته د امریکا، چین، روسیې، د تماس نړیوالې ډلې، د جنوبي اسیا او منځني ختیځ هېوادونو سره د افغانستان د سولې هڅو په اړه اړیکې نیولي دي.

د ازبکستان حکومت په افغانستان کې د مؤقت اوربند او د افغان ولسمشر له لوري د هغه د تمدید هرکلی کړی دی.