د پکتیکا ولایت په دوو بېلابېلو سیمو کې وسلهوالو طالبانو پر هغو عامو خلکو هوایي ډزې کړي چې وسلهوالو مخالفینو ته یې د سولې او اوربند د غځولو وړاندیز لپاره د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو ته ورتلل.
د پکتیکا د والي سکتر غیاث دانش ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه پرون دوشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۸» په ښاربین او روضې سیمو کې شوه ده:
"د ښاربین په سیمه کې ځایې خلک هلته ورغلي وو چې ډزې ورباندې شوي دي او په کوتکو یې هم وهلي او دغه راز یوه بله سیمه د روضې اړوند ده چې هلته هم خلک د دوی سیمو ته ورتله چې د سولې وړاندیز وکړي. هغه خلک یې هم پسې را واخېستل."
ښاغلی دانش وایي، تراوسه چاته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه راپور نهدی ورته رسېدلی.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه تبصره نهده کړې.
طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې تر اوربند وروسته د افغانستان په نهو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونه له سره پیل کړي دي.