ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر راتلونکې میاشت له اتریش او سویس څخه کتنه وکړي.
حسن روحاني دغه سفر په داسې حال کې کوي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون په اړه چې ایا هغه به دوام وکړي، شکونه په زیاتېدو دي.
له دغه تړونه د امریکا له وتلو وروسته واشنګټن ویلي چې پر تهران لیرې شوي بندیزونه بېرته لګوي او هغه به لاسخت کړي، خو د دې تړون نور اروپایي لاسلیک کوونکي هڅه کوي چې هغه وژغوري.
د ایران ولسمشر به د جولای له دوهمې تر درېیمې پورې په سویس کې د دې هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره وګوري.
د سویس حکومت ویلي چې خبرې به تر ډېره د ایران د اټمي پروګرام په تړاو پر وروستیو پېښو او دا چې په څه ډول دغه اټمي تړون ژغورل کېدای شي، متمرکزې وي.
د جولای په ۴مه به روحاني له خپل اتریشي سیال او نورو چارواکو سره وګوري.
د جرمني خبري اژانس د اتریش د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې سرچینې په حواله وایي چې اتریش به د دغه اټمي تړون د ژغورلو لپاره د اروپایي اتحادیې د هڅو ملاتړ وکړي.