طالبان په لوګر ولایت کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې پېغلو نجونو ته ښوونځي ته د ورتګ اجازه نهورکوي.
طالبانو له تېرو څو کلونو راهیسې په لوګر ولایت کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه نهده ورکړې.
دغه ډله په دې اند ده چې په روانو حالاتو کې ښوونځیو ته د پېغلو نجونو تګ د اسلامي شریعت خلاف عمل دی.
په محمد اغې ولسوالۍ کې د طالبانو د تعلیم او تربیې مسؤل ملا عبدالفتاح صادق ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولسوالۍ په زرغون شهر کلي کې هېڅ ښځینه معلمه نهشته.
نوموړی وویل:
"په لوګر ولایت کې ټول ښځينه زدهکوونکي تر شپږم ټولګي پورې او په ځینو ولایتونو کې حتی تر څلورم ټولګي پورې ښوونځيو ته ځي او د طالبانو معیاري نصاب لري، د دې لپاره امنیت ټینګ نهدی او دلته يرغلګر موجود دي، ټولو ښوونځیو ته مو مکتوبونه لېږلي چې له شپږم ټولګي پورته ښځینه زدهکوونکې ښوونځيو ته لاړې نهشي او د شریعت له مخې هم دا اجازه نهشته چې پېغلې نجونې دې په روانو شرايطو کې ښوونځیو ته لاړې شي."
په ورته وخت کې يو شمېر دیني عالمان وايي، د اسلام دین د زدهکړو او ښوونځیو ته د تګ په برخه کې په هېڅچا بندیز نهدی وضع کړی.
د دغو عالمانو له ډلې قاري مبینشاه رمزی پهدې اړه ازادي راډيو ته داسې وویل:
"يو حدیث شریف دی چې له بي بي عايشې «رض» نه نقل شوی دی چې پهکې راغلي، تر ټولو غوره ښځې انصار دي چې حیا یې د دیني پوښتنو مخنیوی نهکوي، یعنې انصار ښځې ډېرې زړورې وې چې له نبي کریم «ص» نهیې پوښتنې کولې، نو اسلام او شریعت په ځانګړو شرایطو کې پېغلو ته د تعلیم حق ورکړی دی."
د محمد اغې ولسوالۍ اړوند سیمو کې څو ښوونځي موجود دي چې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې ښوونځیو کې يو شمېر مضامین هم له نصابه ايستلي دي.
په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د تعلیم او تربیې د مسؤل په خبره د هنر او فرهنګ مضامینیې د ښوونځیو له نصابه لیرې کړي او پر ځای یې قرانکریم او سیرتالنبي ته ځای ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده د هېواد په ځينو نورو برخو کې هم يو شمېر ښوونځي د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
هغه سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي هلته ښوونځي فعاله دي، خو د طالبانو تر څار لاندې دي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونېسف" ویلي، نږدې نیمايي ماشومان د ناامنیو، فقر او ناوړه دودونو له امله ښوونځيو ته نهځي.
بلخوا د لوګر ولایت په ځينو ښوونځیو د طالبانو کنټرول په زدهکوونکو هم اغېز کړی او د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون شهر کلي يو شمېر زدهکوونکي وايي، دوی غواړي ډاکتران او يا هم انجنیران شي او د طالبانو لپاره خدمت وکړي.
د زرغون شهر عالي لېسې دوو زدهکوونکو الهامالدین او رامین په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:
"زما نوم الهامالدین دی او د اووم ټولګی زدهکوونکی یم او هره ورځ ښوونځي ته ځم او په راتلونکي کې غواړم له مجاهدینو سره انجنیر شم."
"هره ورځ ښوونځي ته راځو او ښوونکي موږ زیار باسي، په راتلونکي کې غواړم ډاکتر شم او له طالبانو نه خوښ یم."
د افغانستان د پوهنې وزارت هم مني چې په ځینو سیمو کې طالبانو د دولت له رسمي نصابه ځيني مضامین لیرې کړي، خو هغه مضامین چې طالبانو په نصاب کې ځای کړي له دوی سره رسمیت نهلري.
د دغه وزارت د خپرونو مسؤل کبیر حقمل وايي، د قرانکریم په ګډون دیني مضامین په نصاب کې شامل دي.
د ښاغلي حقمل په خبره، دا چې طالبان له شپږم ټولګي نه وروسته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نهورکوي دا له دین نه د دوی شخصي برداشت دی.
دی وايي:
"موږ څو ورځې وړاندې په محمد اغې ولسوالۍ کې د طالبانو لهخوا يوه اعلامیه يا اخطاریه ترلاسه کړه او هغه موضوع چې تاسو ورته اشاره وکړه، هغه هم پهکې شته، د بحث خبره دا ده چې دا ډول تفسیر له کومه شو چې نجونې دې له شپږم ټولګي نه وروسته زدهکړو ته دوام ورنهکړي، دا يو شخصي تفسیر دی."
ښاغلی حقمل وايي، د لوګر ولایت په زیاترو ښوونځیو کې نجونې تر ۱۲ ټولګي پورې ښوونځیو ته ځي.
نوموړی وايي، د افغانستان د پوهنې وزارت هڅه کوي چې نجونې هم د هلکانو په شان زدهکړې وکړي او د تعلیم له نعمته بېبرخې پاتې نهشي.
راپور: محمد واصل وصال