ایران کې محمد رضا ثلاث نن په دار وځړول شو

ایراني چارواکو پر هغه کس چې د صوفي طریقې د یوې ډلې له غړو سره د امنیتي ځواکونو په اخ و ډب کې د درې کسانو په وژلو تورن و او په اعدام محکوم شوی، دغه سزا تطبیق کړې ده.

د ایران د قضایي ادارې په رسمي وېب‎پاڼه کې ویل شوي محمد رضا ثلاث نن سهار وختي په دار وځړول شو.

۵۱ کلن ثلاث په تېره مارچ میاشت کې محاکمه او په اعدام محکوم شوی چې د بخښنې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنشنل هغه بشپړ غیر عادلانه بللی و.

په فبرورۍ میاشت کې په تهران کې د ایران د صوفیانو د توقیف شویو غړو په وړاندې له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو په ترڅ کې درې پولیس افسران د یوه موټر په ذریعه چې پر هغو وروستل شوی و، ووژل شول.

د ګنابادي دروېشانو غړو دغه‌راز هغه اندېښنو ته په پام سره چې ښایي، د دوی مشر پیر ۹۰ کلن نور علي تابنده به هم ژر ونیول شي، دغه اعتراضي لاریون کړی و.