امریکا او روسیې د اټمي سروکو زېرمې یو څه کمې کړي

د نړۍ لویو قدرتونو په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د خپلو اقداماتو په نتیجه کې، د اټمي سروکو زېرمې یو څه کمې کړي او د ۲۰۱۸ میلادي کال تر پیله‌یې شمېر ۱۴ زره او ۴۶۵ ته رسېده، خو له دې سره سره د دغو وسلو پرمختللي پروګرامونه دوام لري.

په نړۍ کې د اټمي وسلو د زېرمو په اړه دغه وروستۍ شمېره د سټاکهولم د نړیوالې سولې څېړنیز انسټټیوټ په نوي راپور کې چې نن‌یې خپور کړی، څرګنده کړې ده.

راپور وایي چې هغه پېژندل شوي نهه هېوادونه چې اټمي وسلې لري، د دغو وسلو شمېر تېر کال ۱۴ زره ۹۳۵ و.

له دې سره سره چې امریکا او روسیې د اټمي وسلو زېرمې کمې کړي، خو بیا هم په نړۍ کې د ټولو اټمي وسلو په ۱۰۰ کې نږدې ۹۲ له دوی سره دي.