راپورونه: طالبانو په ځينو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي

د راپورونو له مخې، وسله‌والو طالبانو په هلمند، کندهار، لغمان، کاپیسا، فاریاب، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې هغوی ته‌یې مرګ ژوبلې هم اړولې دي.

د فراه ولایتي اداره وایي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د شهر کهنه په ګډون، په څو سیمو کې د پولیسو او سرتېرو پر پوستو ډله‌ییز برید وکړ چې افغان امنیتي ځواکونو په شا وتمباوه.

د دغه برید په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د درې وسله‌والو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو ادعا شوې او دغه‌راز ویل شوي چې دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په مختلفو سیمو کې د طالبانو له‌خوا په پیل شویو حملو کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي دي.

وسله‌وال طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه په داسې حال کې پیلوي چې افغان ولسمشر پرون یکشنبه د وسله‌والو طالبانو په وړاندې اوربند ۱۰ ورځې نور هم تمدید کړ.