نعیمي: د کندز د خلکو د امنیت او خوندیتوب لپاره پوره چمتووالی لرو

د کندز والي وايي چې دوی د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اوربند د حکم ټولو اصولو ته پابند او ژمن دي او تر څنګ‌یې د خلکو د خوندیتوب او د ډاډمن امن د ټينګښت لپاره هم پوره چمتووالی لري.

عبدالجبار نعیمي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د دغه مطلب په بیانولو سره وویل چې د کندز د امنیتي ارګانونو چارواکو ته‌یې لارښوونه کړې چې په ښار کې د خپل‌سرو وسله‌والو، موټرسایکلونو او د تورو ښيښو لرونکو موټرو پر ګرځېدو کلک کنټرول ولري، ترڅو یو شمېر فرصت طلبه ډلې د اوربند له نومه ناوړه ګټه پورته نه‌کړي.

په ورته وخت کې د کندز امنيه قوماندان عبدالباقي نورستاني هم په خپلو خبرو کې وویل چې په دغه ولایت کې اختر په سوله‌ییزه فضا کې ترسره شو او وروسته له دې هم د هر ډول بې‌نظمیو د مخنیوي لپاره پوره چمتووالی لري، تر څو خلک د امن په فضا کې د سکون ساه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د وسله‌والو مخالفانو پر وړاندې د اوربند موده وغځوله، خو ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو مخالفانو ویاند معرفي کوي، وايي چې د دوی له‌خوا د اختر په درېيو ورځو کې د اعلان شوي اوربند موده د یکشنبې په ورځ پای ته رسېدلې او د پخوا په څېر د دوی د الخندق په نوم پیل شوي عملیات دوام لري.