د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د اختر په درېیو ورځو کې د حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د رامنځته شوي اوربند له امله، د دوی عواید دوه چنده زیات شوي دي.
د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، دوی ته د رسېدلو راپورونو پر اساس، د تېرو اخترونو په پرتله دغه اختر د خصوصي سکټور پر کاروبار مثبت اغېز کړی دی.
نوموړي وویل، که چېرې اوربند دوام وکړي، د دوی کاروبار به لا پراختیا پیدا کړي.