لویه څارنوالۍ: ۵۴ طالبان د ښه نیت په‌پار له بنده خوشې شول

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، ۵۴ تنه طالبان‌یې د ښه نیت د څرګندولو په خاطر له بنده خوشې کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د خوشې شویو کسانو په اړه کافي څېړنې شوې وې.

ښاغلي رسولي زیاته کړه:

"۴۶ مشکوک طالبان په دې خاطر چې په ورانکاریو او جنایاتو کې یې لاس نه‌درلود د ښه نیت په خاطر د لویې څارنوالۍ په امر خوشې شوي دي. اته تنه نور طالبان هم د محکمې د حکم تر بشپړولو او تحقیقاتو وروسته خوشې شوي دي."

افغان حکومت له طالبانو سره یو لنډ مهالی اوربند اعلان کړی او دا طالبان‌یې په همدې موده کې خوشې کړي.

د ځینو راپورونو پر اساس طالبانو هم ژمنه کړې وه چې له دوی سره ځیني بندیان به د هغوی د کورنیو تر تضمین وروسته خوشې کړي.