افغان حکومت له افغان طالبانو سره اوربند د ۱۰ نورو ورځو لپاره تمدید کړ.
دا خبره د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وکړه:
"افغان حکومت د ملي امنیت شورا د پرېکړې پر اساس اوربند د ۱۰ ورځو لپاره تمدید کړی دی. په عین حال کې زموږ امنیتي ځواکونه د هر ډول برید په وړاندې د دفاع چمتووالی هم لري."
ارګ ماڼۍ هم په یوه بیان کې ویلي چې پرون یکشنبه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه او د روژې له ۲۷ د دغه پیل شوي اوربند موده ۱۰ نورو ورځو ته هم وغځېده.
په بیان کې د ولسمشر په حواله راغلي چې په راتلونکو ورځو کې به د اوربند په اړوند مسایلو د افغانستان له بېلابېلو خلکو سره مشورتي غونډې وکړي.
اخوا طالبانو پرون اعلامیه خپره کړه او ويېویل چې درې ورځنی اوربند یې ختم شو او بېرته عملیات پیلوي.