جاپان کې زلزلې ٣ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل

په جاپان کې ٣ کسان هغه وخت مړه او په لسګونه نور ټپيان شول چې يوې زورورې زلزلې نن د دغه هېواد په لوېديځ کې اوساکا ښار ولړزاوه.

کيودو خبري اژانس راپور ورکړى چې په مړو کې دوه بوډاګان او يوه ٩ کلنه نجلۍ شامله ده.

د جاپان صدراعظم شينزو ابې وويل:

"حکومت هڅه کوي په زلزله ځپلي ښار اوساکا او شااوخوا سيمو کې د خلکو ژوند خوندي کړي."

د جاپان چارواکي وايي، زلزلې د ودانيو ښيښې ماتې کړې او د ودانيو ځينې برخې يې ونړولې.

د جاپان د هوا پوهنې ادارې په حواله، د زلزلې شدت د رېښتر په مقياس ۶،۱ درجه و او مرکز يې تر ځمکې ١٠ کېلو متره لاندې ژور و.

د چارواکو په حواله زلزلې په سيمه کې د جاپان اټمي ري-اکټورونه نه‌دي اغېزمن کړي.