سعودي عربستان په ننګرهار کې ځان وژونکې حمله وغندله

سعودي عربستان په ننګرهار کې پرونۍ ځان وژونکې حمله په کلکو ټکو وغندله.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د قربانيانو له کورنيو، افغان حکومت او افغانانو سره خواخوږي ښودلې ده.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت د ترورېزم په وړاندې پر مبارزه او له افغانانو سره پر پيوستون ټينګار کړى دى.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه مأموريت يا يوناما هم په ټويټر کې د هغو حملو دوام غندلى چې د اوربند د خوښۍ لمانځونکي په‌کې په نښه شوي دي.

د ننګرهار د روغتيا رئيس نجيب کامه‌وال وايي، په جلال‌اباد کې په پرونۍ ځان وژونکې حمله کې د وژل شويو کسانو شمېر ١٩ او د ټپيانو ٦٥ ته رسېدلى دى.

د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل حمله پرون یکشنبه ماسپښين شاهي ماڼۍ ته څېرمه وشوه.

د ده په وينا په ماڼۍ کې د اوربند او سولې پر مسئله خبرې وشوې چې دولتي چارواکو، د وسله‌والو طالبانو استازو او قومي مشرانو په‌کې برخه درلوده.

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې وړمه ورځ د عامو خلکو او وسله‌والو طالبانو پر يوه غونډه ځان وژونکې حملې ٣٦ کسان ووژل او ٦٥ تنه نور ټپيان کړل.

په روداتو کې د شوې حملې مسؤليت داعش ډلې منلى دى.