ارزګان کې زرګونه کسان طالبانو ته د سولې لپاره د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلل

ارزګان کې زرګونه خلک طالبانو ته د سولې په پار د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلل.

د ارزګان ولایت په مرکز کې نن یکشنبه د اختر په درېیمه ورځ د دغه ولایت د امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس، دیني عالمان او د سرتېرو په ګډون، زرګونه خلک وسله والو طالبانو ته د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلل او د سولې غوښتنه يې ورڅخه وکړه.

دغو زرګونو کسانو چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو بیرغونه یې هم له ځانونو سره لېږدول، وویل چې نور له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافتپه راپور کې اورېدای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور