مقدونیې او یونان د مقدونیې لپاره د شمالي مقدونیې په نوم توافق وکړ

مقدونیې نن یکشنبه له یونان سره هغه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې د دې هېواد نوم د شمالي مقدونیې په جمهوریت بدلېږي.

د مقدونیې نوم چې د یونان د یوه ولایت نوم هم دی، له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې له یوګوسلاویا څخه د مقدونیې له بېلیدو وروسته، د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترینګلتیا اصلي علت و.

د دې موافقې سند د مقدونیې د بهرنیو چارو وزیر نیکولا دیمیتروف نن له خپل یوناني سیال نیکوس کوتڅیاس سره لاسلیک کړ.

د یونان صدراعظم الکسس څیپراس دا پرېکړه تاریخي وبلله او ویې ویل چې موږ د دې لپاره راغلي یوو چې د تاریخ د ټپونو علاج وکړو.

د مقدونیې صدراعظم زوران زایف وویل چې د دواړو هېوادونو خلک باید ماضي هېره کړي او راتلونکې ته ورګوري.

دا موافقه به د یونان او مقدونیې د پارلمانونو له تصویب وروسته رسماً د اعتبار وړ وي.