له هلمنده تر کابله، د سولې د ولسي حرکت ګډونوالو نن یکشنبه سهار له ميدان ښار څخه د کابل پر لور حرکت پيل کړ.
د دې حرکت د رسنیو مسؤل بسم الله وطندوست ازادي راډيو ته وويل چې د دوى شمېر اوس ٩٠ کسانو ته نېږدې شوی دی.
د سولې ولسي حرکت ٨ غړو خپل پلى مزل نېږدې یوه مياشت مخکې له لښکرګاه څخه د پلازمېنې کابل پر لور پيل کړ او د کندهار، زابل، غزني او میدان وردګ له سیمو د تېرېدو پرمهال لسګونه نور کسان ورسره یوځای شول.