د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې تېره اوونۍ د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د لومړي ځل لپاره د ویډیو کنفرانس له لارې غږېدلي دي.
د دې شورا مشر کریم خلیلي نن یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کې هیله مندي وښوده چې ډېر ژر به د سولې مخامخ خبرې اترې پیل شي.
ښاغلي خلیلي دا هم وویل چې دا یوازې اوربند نه، بلکې د تلپاتې سولې لپاره یو ستر ګام دی چې اخیستل کېږي.
نوموړي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د اوربند موده وغځوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه ویډیوي پیغام له لارې د اوربند موده تر نامعلومې مودې وغځوله.