ولسمشر غني: د اوربند په درناوي د طالبانو لسګونه بنديان خوشې شول

افغان ولسمشر وايي، اوربند ته د احترام په خاطر له زندانونو د وسله والو طالبانو لسګونه بنديان خوشې شول.

محمد اشرف غني دا خبره پرون شنبه په يوه ويډيويي پيغام کې وکړه او ويې ويل چې دغه بنديان د کوچني اختر په لومړۍ ورځ خوشې شوي دي.

ولسمشر غني وویل:

"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ اوربند ته د احترام په خاطر او د ښه نیت د څرګندولو په خاطر، ۴۶ تنه طالبان له زندانه ازاد کړل، د محبوسینو د ازادولو لړۍ به دوام وکړي، په دې شرط چې د سولې او اوربند په هکله د مقابل لوري څخه هم مثبت عکس العمل ولیدل شي."

افغان حکومت د روژې له ٢٧مې د کوچني اختر تر پنځمې د اوربند اعلان کړى و چې دغه اوربند پرون تر نامعلومې مودې وغځول شو.

وسله والو طالبانو هم د کوچني اختر په درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړى دى.

د افغان طالبانو په وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني د اوربند غځېدل، د ډېرو له هرکلي سره مخامخ شو.

د يادونې وړ ده چې له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو د اعلان کړي اوربند موده نن یکشنبه پاى ته رسېږي، خو دې ډلې د ولسمشر غني د نوي اعلان په اړه تر اوسه رسماً څه نه دي ويلي.