په ننګرهار کې د اوربند لمانځلو په مراسمو کې انتحاري حملې ۲۵تنه وژلي

په ننګرهار کې د اوربند لمانځلو په مراسمو کې انتحاري حملې ۲۵تنه وژلي
په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د اوربند د لمانځنې پر مراسمو کې انتحاري حمله کې ۲۵تنه وژل شوي او۵۴ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شویو کې وسله وال طالبان، افغان سرتېري او عام وګړي شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې چاودنه نن شنبه تر ماسپښین وروسته د روداتو ولسوالۍ په غازي امان الله خان ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
که څه هم تر دامهاله ددغې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دي اخیستي، خو د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه انتحاري حمله داعش وسله والو کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه د کوچني اختر په دوهمه ګڼ وسله وال طالبان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوربند لمانځلو په مناسبت لویو ښارونو ته راغلي او د اوربند مراسم له افغان ځواکونو او عامو افغانانو سره لمانځي.
افغان حکومت د تېرې روژې له ۲۷نه د اختر تر۵اوربند اعلان کړ چې وروسته وسله والو طالبانو هم د اختر لومړۍ درې ورځې اوربند اعلان کړ.

شاه محمود شینواری