په افغانستان کې د امریکايي او ناتو ځواکونو نوی ټاکل شوی قوماندان جنرال سکاټ میلر به د را روانۍ اوونۍ د سې شنبې په ورځ د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.
که نوموړی تائید شي هغه به په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د هغې جګړې چې اولسم کال ته داخله شوې مشري له بل امریکايي جنرال جان نېکلسن څخه په روان دوبي کې اخلي.
یوشمېر امریکایي چارواکو داسې نښې ښودلي چې میلر به چې له څو کلونو راهیسې یې د امریکایي ځانګړو ځواکونو د قوماندان په توګه دنده تر سره کړې، په افغانستان کې روانه جګړه په جدیت مخ ته یوسي.