دفاع وزارت: طالبان اختر کې د دولت تر ولکې لاندې سيمو ته ورتلی شي

د افغانستان دفاع وزارت وايي وسله‎وال طالبان کولاى شي، د اختر په ورځو کې د خپلو خپلوانو د ليدو لپاره د دولت تر ولکې لاندې سيمو ته ورشي.

د دغه وزارت د وياند د دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل، د دې کار لپاره په ښارونو کې ځانګړي تدابير نيول شوي دي:

"د ښار په دروازو کې د وسلو او مهماتو د ساتنې لپاره خاص ځای شته چې د اختر په ورځو کې هېڅوک- که زموږ دي که وسله‎وال طالبان باید ښار ته له وسلو سره ولاړ نه‎شي. دوی د خپلو کورنیو لیدو ته راتلای شي، د امنیت ضمانت یې کوو خو له وسلې پرته."

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د حکومت او وسله‎والو طالبانو له‎خوا د اوربند له اعلان سره سم، په افغانستان کې امنيتي ګواښونه په سلو کې ٧٠ کم شوي دي.