تېره شپه نا پېژانده وسلهوالو د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې ۲۰ بستریز روغتون سوځولی دی.
د نورستان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ذکيالله ستوري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل تېره شپه نا پېژانده وسلهوالو د کامدېش ولسوالۍ ۲۰ بستریز روغتون سوځولی او روغتون تهیې د ملیونونه افغانیو زیان رسولی دی.
ښاغلي ستوري وویل وسلهوالو کسانو د روغتون پرسونل د څو ساعتونو لپاره ساتلي وو، خو بېرتهیې راخوشې کړی.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د روغتون سوځولو مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.