د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي تر هغو پورې به پر شمالي کوریا بندیزونه لیرې نهشي چې دغه هېواد د اټمي وسلې د لهمنځه وړلو چارې نهوي بشپړې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سیول ته تللی چې د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه اېن سره د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ د لیدنې نتایج شریک کړي.
مخکې انتقادونه راپورته شوي وو چې په هغه سند کې چې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ لاسلیک شوی د شمالي کوریا لهخوا د اټمي وسلې د لهمنځه وړلو د مهالوېش په اړه جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ دغه موضوع ډېره ښکاره بیان کړې ده.
پامپیو ویلي چې شمالي کوریا د اټمي وسلې د چټک لهمنځه وړلو په اړتیا پوهېده.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو تېره ورځ راپور ورکړ چې ټرمپ د شمالي کوریا د اټمي وسلې پر تدریجي لهمنځه وړلو موافقه وکړه او وړاندیز یې دا وو چې پیونګ یانګ به همداسې په تدریج له واشنګټن څخه نتایج ترلاسه کړي چې هدفیې د بندیزونو لیرې کول وو.
خو اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ښکاره وویل تر هغو چې شمالي کوریا په بشپړ ډول اټمي وسله لهمنځه نهوي وړې، پر پیونګ یانګ به بندیزونه پر ځای وي.
ښاغلي پامپیو نن د جنوبي کوریا او جاپان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د شمالي کوریا د اټمي وسلې لهمنځه تلل د ټولې نړۍ لپاره یو مهم اقدام وباله.
مایک پامپیو
ښاغلي پامپیو زیاته کړه:
"د اټمي وسلې د بشپړ لهمنځه وړلو په برخه کې د کېم جونګ اون ژمنه د اسیا په شمال ختیځه برخه او ټولې نړۍ کې د تل پاتې سولې او ثبات راوستلو لپاره یو مهم پرمختګ دی، لکه څنګه چې ولسمشر وویل دا به یو بهیر وي، او اسانه به نهوي، له خپلو متحدانو ، جنوبي کوریا او جاپان سره نږدې پاتې کېدل به د دغه بهیر د نتایجو د بریالیتوب لپاره مهم وي."
ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون روانه اوونۍ په سنګاپور کې تر لیدو وروسته یو سند لاسلیک کړی چې له مخې یې شمالي کوریا ژمنه وکړه چې له اټمي وسلې څخه د شمالي کوریا د پاکولو په برخه کې به کار کوي، او ورسره به د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینات درول کېږي او هم به امریکا په شمالي کوریا کې د امنیت په اړه تضمین ورکوي.
Your browser doesn’t support HTML5
د ټرمپ او کېم تاریخي کتنه
د جنوبي کوریا ولسمشر مخکې تر دې چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري دغه سرمشریزه یوه لویه بریا بللې وه، که څه هم هغه ویلي وو چې ښایي د دې سرمشریزې د نتایجو په اړه به د نظرونو اختلاف وي، خو داسې ښکاري چې د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جه اېن په دې خبرې سره هدف د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمریناتو د درولو په اړه د ټرمپ څرګندونې وې.