د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په روان کال کې د کورنیو باغچو د جوړولو لپاره ۱۳۶ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، د دغه پروګرام هدف د کورني اقتصاد پیاوړتیا او د سبزیو زیاتېدل دي.
دی وايي، دا پیسې په ټول افغانستان کې په بېوزله مېرمنو او کورنیو وېشل کېږي.
د کرنې وزارت تجربې ښيي چې بزګرو مېرمنو سره د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژو له لارې د کورنیو اقتصاد د پیاوړتیا او د سړیو له کار سره ښه مرسته کړې ده.