د امریکا متحده ایالاتو د ننګرهار ولایت له هغو بزګرانو سره تر ۲۲ میلیونو ډېره مرسته کوي چې کوکنار نهکري او یا یې کښتونه اړول شوي وي.
په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین چې له یوې میاشتې راهیسې روان وو، د سلګونه جریبه ځمکو په اړولو سره پای ته ورسېد.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د کوکنارو د کښت له پیل څخه بيا تر اوسه پورې یې بزګرانو ته په درېیو پړاوونو کې پوهاوی ورکړی او له دوی څخهيې غوښتي چې کوکنار ونهکري، خو له دې ټولو سره سره بیا هم په روان کال کې د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې د امریکا متحده ایالاتو له سفارت او جرمونو سره د مبارزې او قانون د تطبیق ادارې یا «INL» د ګډ تفاهم له مخې به د کوکنارو د کښت اړولو په صورت کې له دې ولايت سره د بدیل معيشت په برخه کې ۲۲،۵ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کوي او د دې مرستو لړۍ په عملي ډول پیل شوې ده.
دی وايي:
"د ننګرهار والي له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت سره په همغږۍ د امریکا له «INL» ادارې سره یو تفاهملیک لاسلیک کړی چې له مخې بهيې له ننګرهار سره «۲۲،۵» میلیونه امریکايي ډالر مرسته کېږي، د دې مرستو بهير په عملي ډول پيل شوی دی، دا پیسې به بزګران وهڅوي چې د کوکنارو کښت لهمنځه یوسي."
د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په هغو سیمو کې چې هلته کوکنار کرل کېدل د بدیل معیشت او نورې انکشافي پروژې نهدي عملي شوي، ځکه نو د دې سيمو بزګرانو بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې د سیګار په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په روان کال کې د کوکنارو کښت زیات شوی او په بدخشان، کندهار، هلمند، نیمروز او ان د افغان حکومت تر واک لاندې سیمو کې هم د کوکنارو کښت زيات شوی دی.
د ننګرهار له نشهيي موادو سره د مبارزې رئیس ادریس صافي ازادي راډیو ته وویل، موږ ته له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت په روان کال کې پلان راکړی و چې ۱۵۰۰ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړو، خو د نا امنۍ له امله مو ونهشوی کولای چې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې دا پلان عملي کړو.
دی وايي:
"له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د پلان له مخې د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین ترسره شو چې تر دې مهاله نږدې زر هکتاره ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوې ده. هغه سیمې چې ناامنه وې، لکه د شیرزادو او حصارک ولسوالۍ، هغه مو په خپل پلان کې نهدي شاملې کړي، ځکه ۱۵ کاله کېږي چې دا ولسوالۍ نا امنه دي."
تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو له جرمونو سره د مبارزې او قانون د تطبیق ادارې ویلي و چې ترڅو په يوه ولايت کې د کوکنارو د کښت په ۱۰۰ کې ۸۰ لهمنځه نهوي وړل شوي، له دوی سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته نهکوي.
خو ښاغلی صافی وايي، دوی د کوکنارو د زر هکتاره ځمکې په اړولو سره دې ادارې ته قناعت ورکړی چې له بزګرانو سره ۲۲ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
د غږیز راپور لپارهیې لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
راپور: مرسلین ارسلا