مؤحد: په ۸ ولایتونو کې ۲۸ کسان د قاچاق په تور ونیول شول

د افغانستان په اتو ولایتونو کې ۲۸ کسان د لسګونه کېلو ګرامه نشه‎یي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په اتو ولایتونو کې عمليات کړي او په نتيجه کې يې ۲۸ کسان د ۲۴ کېلو ګرامه هیروئینو، ۱۲۰۰ کېلو ګرامه مورفینو، ۹۷ کېلو ګرامه تریاکو، ۱۰۵۰ کېلو ګرامه جامدو کیمیاوي موادو ۷۲ کېلو ګرامه شیشې یا کرسټالو او ۳۷ ټابلېټ «K» ګولیو په تور نیولي دي.

د مؤحد په وینا په نیول شویو کسانو کې پنځو يې غوښتل چې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي نشه‎يي مواد د حامد کرزي له هوايي ډګره هند ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۲۱ کسان د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور له یوه څخه تر پنځو کالو پورې په بند محکوم کړي دي.